د عراق د صدراعظم د رسنيو دفتر د جنورۍ په ٢٧مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې عراق او امريکا په همدې ورځ د خبرو اترو لومړی پړاو پیل کړ او په عراق کې د امريکا په مشرۍ د نړيوال ائتلاف د شتون د ختمولو په اړه يې بحث وکړ.
په یاده اعلامیه کې ویل شوي، چې د عراق صدراعظم محمد سوداني د خبرو د لومړي پړاو مشري وکړه، خو نور جزیات یې ورنه کړل.
د عراق د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په ۲۵مه اعلان وکړ، چې عراق او امريکا به د لوړې کچې پوځي کمېټو ترمنځ خبرې اترې پيل کړي، ترڅو په عراق کې د امريکا په مشرۍ د نړيوال ائتلاف د سلاکارانو د پاتې کېدو موده وټاکل شي او په تدریجي ډول په عراق کې د سلاکارانو شمېر کم شي.