د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو غړي او د دې مرکزي کمېټې د بهرنیو چارو دفتر مشر وانګ يي د جنورۍ په ۲۶مه او ۲۷مه د ټایلنډ په پلازمینه بنکاک کې د امریکې د ولسمشر د دولتي امنیتي چارو له سلاکار جاک سولیوان سره د ملاقات نوې دوره ترسره کړه.
وانګ يي وویل، سږ کال د چین او امریکې د ډيپلوماتیکو اړیکو د ټينګېدو له ۴۵مې کلیزې سره برابر دی. دواړه خواوې باید د دې فرصت په کارولو سره تجربې راغونډې او ترې دې درس زده کړي ، څو یو د بل په وړاندې مساوي رویه غوره کړي، د توپیرونو په موجودیت سره دې اجتماع ولټوي او یو د بل کليډي ګټو ته دې جدي توجه وکړي.
وانګ يي پر دې ټينګار وکړ، چې د تایوان مسئله د چین کورنۍ چاره ده، د تایوان د ځايي مشر د ټاکنې نتیجه دا حقیقت نه بدلوي، چې دغه سیمه د چین یوه نه جلا کېدونکې برخه ده. امریکا باید د یو چين پېژندنې د اصولو ښه مراعات وکړي او له چین څخه د تایوان د جلا کېدو د نه ملاتړ ژمنه دې پوره کړي.