د چین د دولتي تصدیو د تېر ۲۰۲۳م کال ګټې ثابت زیاتوالی ښيي او عمومي ګټې يې 4633 میلیارډه او 280 میلیونو یوانو ته رسېدلي، چې دا د وړم ۲۰۲۲م کال په نسبت 7.4 سلنه زیاتوالی ښيي.
د چین مالیې وزارت د جنورۍ په ۲۹مې نېټې د دولتي تصدیو د تېر کال د سوداګريزو چارو راپور خپور کړی، چې له مخې يې د دغه هېواد د دولتي تصدیو عمومي عايدات 85730 میلیارډه او 610 میلیونو یوانو ته رسېدلي، چې د ۲۰۲۲م کال په پرتله 3.6 سلنه زیاتې شوې دي.
راپور وايي، د ۲۰۲۳م کال تر ډسمبر پورې، د چين د دولتي تصدیو د پورونو اندازه 64.6 سلنه وه او 0.3 سلنه برخه يې لوړه شوې ده.