د اسرائيل د صدراعظم دفتر د جنورۍ په ۲۸مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې امريکا، اسرائيل، قطر او مصر په همدې ورځ د فرانسې په پلازمېنې پاريس کې د اسرائيل او حماس ترمنځ د اوربند په اړه خبرې کړې دي.
اعلاميه وايي، د يادو هېوادونو د استازو ترمنځ د نظريو لوی اختلاف شته، چې په نږدې راتلونکې کې به پرې بحث وکړي.
د حماس د سياسي بيرو غړي په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، چې پر غزې د اسرائيلي ځواکونو د بريدونو له پای ته رسېدو مخکې به بنديان خوشي نه کړي او په ټينګار يې ويلي، چې اسرائیل باید پر غزې روان بريدونه پای ته ورسوي.