په شینجيانګ کې د منځنۍ اسیا لپاره د موټرسايکلونو لومړۍ کارخونه فعاله شوه
CMG2024/01/29 13:56:45
شريکول:

د چین د شینجيانګ په خورګوس کې د منځنۍ اسیا د هیوادونو لپاره د موټر سايکلونو لومړۍ کارخونه د جنورۍ په ۲۷مې نېټې رسماً فعاله شوه.

د خورګوس د نوې انرژۍ تخنيکي شرکت ((جونګ جين)) مسئول شیونګ جوانګ رسنيو ته ويلي، چې په کارخونه کې يې د موټوسايکلونو د تولید دوه ځنځيرونه فعاله دي، چې هر يو يې په ورځ کې ۵۰۰ موټرسایکلونه جوړوي.

د شیونګ جوانګ په وينا، څو ورځې وروسته به ۱۲۰۰ موټرسایکلونه قزاقستان ته ولیږدوي او د هغو موټرسایکلونو شمېر يې له ۲۰۰۰۰ څخه اوښتی، چې فرمايشونه يې ترلاسه کړي، خو تراوسه يې رسمي قراردادونه  نه دي لاسليک کړي.

د يادونې وړ ده، چې د موټرسايکلونو د تولید په دغې پروژې ۱.۵ میلیارډه يوانه پانګونه شوې، چې په عمده توګه د نوي انرژۍ موټرسايکلونه، دوه څرخي بريښنايي موټرونه او ځيني د تېلو موټر سايکلونه توليدوي.