لسګونو زرو کسانو د جنورۍ په ۲۸مې نېټې د جرمني په مونیخ ښار کې لاريون کړی او د دغه هېواد د حکومت د مالياتو د اوسنۍ تګلارې او له اوکراين سره د پوځي ملاتړ پر ضد يې شعارونه ورکړي دي.
د لاريون تنظيموونکي خبري رسنيو ته ويلي، چې په دغه لاريون کې د ګډون لپاره تر ۳۵ زرو زياتو کسانو نوم لېکنه کړې ده.
د مونیخ پولیسو ویلي، چې په همدې ورځ تر لسو زرو زیات لاريونوال په ښار کې راټول شوي وو.
لاريونوالو د جرمني د حکومت له لوري له اوکراين سره د پوځي مرستو، په کور دننه د کرنيزو مرستو د کمښت او د خوراکي توکو د مصرف د مالياتو د زياتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ښودلې ده.
(ژباړه: شکريه)