نهو هېوادونو الاونروا ته مالي مرستې ځنډولي
CMG2024/01/29 10:41:30
شريکول:

په نږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو او کار ادارې يا الأونروا (UNRWA) څو کارکوونکي تورن شوي، چې د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې يې د اسرائیل پر ضد د حماس په بریدونو کې ګډون کړی دی.

 د امریکې او بریتانیې په شمول نهو هیوادونو د جنورۍ په ۲۷مې نېټې اعلان کړی، چې يونروا ته يې مالي مرستې ځنډولي دي.

د فلسطين صدراعظم محمد ابراهيم د روانې میاشتې په ۲۸مې نېټې په یوې اعلامیې کې اسرائيل د نړيوالې ټولنې په هڅونې تورن او غندلي، چې الأونروا  ته پیسې ور نه کړي او له اړوندو هیوادونو يې غوښتنه کړې، چې خپلو پرېکړو ته بیا کتنه او لغوه يې کړي.

د عرب ليګ لپاره د فلسطين دايمي استازي په همدې ورځ د مصر په پلازمېنې قاهرې کې د عرب ليګ د بېړنۍ غونډې په ترڅ کې رسنيو ته ويلي، اړوند هېوادونه مسئووليت لري، چې له الأونروا  سره دوامدارې مالي مرستې وکړي او په خبره يې، د اسرائیل مسئلې کې باید دوه ګوني معیارونه ونه کاروي.