د اکوادور ولسمشرۍ دفتر د جنورۍ په ۲۸مې نېټې په يوې اعلاميې کې ویلي، امنيتي ځواکونو يې د کورنۍ شخړې په جريان کې ۴۱۸۱ کسان نيولي، چې په دې جملې کې يې ۲۳۷ کسان د ترهګرۍ په تور نيولي دي.
په اکوادور کې کورنۍ شخړه د روانې مياشتې په ۹مې نېټې پېل شوې، چې لا هم دوام لري او په ترڅ کې يې د دغه هېواد د ترياکو مشهور قاچاقبر هم له زندانه تښتېدلی دی.
د اکوادور ولسمشر دانيل نوبوا د جنورۍ په ۹مې نېټې اعلان وکړ، چې هېواد يې د کورنۍ وسله والې شخړې حالت ته داخل شوی او فرمان يې ورکړ، چې وسله وال پوځ او پوليس باید په ټول هېواد کې د جنايتي ډلو پرضد عملیات وکړي.