چين ميډيا ګروپ د ۲۰۲۴م کال د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې هنري نندارې درېيم تمرين تر سره کړ
CMG2024/01/29 11:03:07
شريکول:

چين ميډيا ګروپ د ۲۰۲۴م کال د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې درېيم تمرين د جنورۍ په ۲۸مې نېټې په بريالیتوب ترسره کړ.

په سږنۍ هنري نندارې کې د چین غوره دوديز کلتور او نوښت ته پاملرنه شوې، د نيکمرغه ژوند په اړه د خلکو باور پکې انعکاس شوی او په نړۍ کې مېشتو ټولو چينايانو او چيني الاصله بهرنيانو ته پکې د پسرلني اختر مبارکي او نيکې هیلې وړاندې شوي دي.

چين ميډيا ګروپ د جنورۍ په ۲۶ مې نېټې د امريکا په نيويارک ښار کې  بهرنيانو ته د يادې هنري نندارې د پېژندنې په پار د پسرلني اختر (( د ماښامنۍ هنري نندارې پيلامه)) غونډه ترسره کړې ده.

 ټاکل شوې، چې په سويس، کينيا او ځينو نورو هېوادونو کې به هم ورته غونډې تر سره شي او په ترڅ کې به یې نړيوال د يادې هنري نندارې له لارې چین او فرهنګ سره يې اشنا شي.

د چين ميډيا ګروپ د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره د هر کرنيز کال په وروستۍ شپه د نوي کال د لمانځنې لپاره تر سره کېږي، چې لومړۍ دوره يې په ۱۹۷۹م کال کې ترسره شوې ده.