ولې د امریکا او کوریا جمهوریت په شمول د ځینو هېوادونو تصدۍ د چین بترۍ ډېرې خوښوي؟
CMG2024/01/29 14:32:50
شريکول:

د کوریا جمهوریت اقتصاد په نوم رسنۍ څو ورځې مخکې د (هېڅوک د چین تولید د پر ځای کولو طریقه نه لري) تر عنوان لاندې یوه لیکنه خپره کړې او د کوریا جمهوریت د موټري صنعت پر وړاندې سخت حالت په کې معرفي شوی. له دې امله چې واشنګټن د چین پر صادراتو محدودیت او کنټرول پیاوړی کړي، نو د کوریا جمهوریت موټري تصدۍ چې د چین لخوا تولید شویو بتریو ته ډېره اړتیا لري، له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

دغو کوریايي تصدیو د یوه غوښتنلیک په وسیله پر امریکايي حکومت غږ وکړ چې د چین پر صادراتو محدودیت نرم کړي او دوی ته اجازه ورکړي چې په چین کې د بترۍ کلیدي مواد واخلي.

د امریکا د تسرا موټري شرکت هم له ورته ستونزې سره مخ دی، د دې شرکت د نوي ډول برېښنايي موټر سیبرترک (Cybertruck) د بترۍ تولیدي اندازه کافي نه ده، نو دغه شرکت د چین له اړوندو بترۍ تولیدوونکو تصدیو څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

سربېره پر دې، د امریکا  د میسیسپي (Mississippi) ایالت مشر تاتي ریویس (Tate Reeves) په دې وروستیو ورځو کې په دغه ایالت کې د دوهمې لویې پروژې اعلان وکړ چې څلور شرکتونه به د 1.9 میلیارډ ډالرو په پانګونې سره د بترۍ یوه فابریکه جوړه کړي او په دې جمله کې چیني شرکت 10 سلنه برخه سهم لري. هغه څه موده مخکې د چین تکنالوژي ګواښ بللی و، خو اوس یې رویه پوره بدله شوې ده.

هم د کوریا جمهوریت او هم د امریکا شرکتونو او حتی ځايي حکومت یې دغه نښه څرګنده کړې چې د برېښنايي موټرو پرمختګ له چین پرته نه ترسره  کېږي.

د چین د بتريو چارو ډېر چټک پرمختګ موندلی دی. څه دپاسه سل کاله مخکې، کله چې هنري فورډ د عصري موټر صنعت ته ستر بدلون اړولی، ډېرو هېوادونو خپل اجنیران امریکا ته ولېږل. اوسمهال د جرمني واکسوګن (Volkswagen) شرکت د بترۍ تولیدي تکنالوژۍ د زده کړې لپاره چین ته څه باندې ۳۰۰ کارکوونکي لېږلي. د چین تصدۍ بهرنیو شرکتونو ته تکنالورۍ او سوداګریزې نښې صادروي، د چین د بتریو چارو په پرمختګ سره د ګردې نړۍ پر موټري صنعت کې ستر بدلونه رامنځته شوي دي.

د چین د صنعتي او مالوماتي چارو ارګان څو ورځې مخکې یوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې، تېر کال د چين د بترۍ صادراتي اندازه 127.4 میلیارډ واټو ته رسېدلې او د وړم کال په نسبت 87.1 سلنه برخه زیاته شوې ده او د مسلسلو ۷ کلونو لپاره د نړۍ په مخکښو مقامونو کې شامله ده. اوس د چین د بترۍ صادراتو لپاره تر ټولو لوی بازار اروپا ده، ورپسې امریکا او جنوب ختیځه اسیا ده. سربېره پر دې، د نړۍ د بترۍ د جنراتورونو ظرفیت له لسو مخکښو تصدیو څخه چیني تصديو ۶ ځایونه نیولي دي.

مالومات ښيي، چې د تسرا موټري شرکت په کارول شویو بتريو کې نږدې 40 سلنه برخه مواد د چیني تصدیو لخوا برابرېږي. نیویارک ټایمز د یوې لیکنې په خپرولو سره وویل، اوس چین د بترۍ تولید په برخه کې پیاوړی توان لري، امریکا د چیني تولیداتو پرته زرغون اقتصاد نه شي عملي کولای.

ولې د چین د بترۍ چارو دومره چټګ پرمختګ موندلی؟ د چین د موټرو بازار د مالوماتي ټولنې سرمنشي څوی دونګ شو په دې اړه وویل، اوس چین د بترۍ تولید لپاره یو لړ عمده د سون مواد پخپله تولیدوي او د بترۍ پوره تولید ځنځير یې خپل کړی دی، نو اوس چین د بترۍ تولید په برخه کې بېساري وړتیاوې لري. د چین لخوا د برېښنايي موټرو د تولید او پلورنې اندازه په جلا جلا توګه د ګردې نړۍ په عمومي حجم کې له 60 سلنې زیاته ده او د مسلسلو نهو کلونو لپاره یې د نړۍ لومړی مقام نیولی دی، نو په دې سره د چین د بترۍ چارو پرمختګ نور زیات پراخ ډګر موندلی دی.