عراق او امريکې د نړيوال اتحاد د منحلولو په اړه بحث کړی
CMG2024/01/29 11:04:52
شريکول:

د عراق بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ۲۵مې نېټې ويلي، چې بغداد او واشنګټن به د لوړ پوړې پوځي کمېټې په کچه ډيالوګ ترسره کړي او په عراق کې به د تش په نوم نړيوال اتحاد، چې په راس کې يې امريکا ده، د سلاکارانو د وتلو وخت وټاکي او ګام په ګام به په دغه هېواد کې د ياد اتحاد د سلاکارانو شمېر کم کړي.

عراق او امريکې د جنورۍ په ۲۷مې نېټې په همدې تړاو لومړی ډيالوګ ترسره کړی دی.

د عراق د ګډو عملياتو قومندانۍ وياند تحسين الخفاجي د جنورۍ په ۲۸مې خبري رسنيو ته ويلي، چې ځواکونه د هېواد د امنيت ساتنې لپاره چمتو دي.

نوموړي ویلي، د عراق امنیتي ځواکونو د هېواد د پنځو ولايتونو امنيتي چارې تر ادارې لاندې راوستلي او په روان کال کې به د نورو ولايتونو امنیتي چارې هم تر خپل لاس لاندې راوالي.