د قطر لومړي وزير: په غزې کې د اوربند خبرو کې لوی پرمختګ شوی
CMG2024/01/30 14:42:13
شريکول:

د قطر صدراعظم او بهرنیو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن الثاني د جنورۍ په ۲۹ مې نېټې په واشينګټن کې خبري رسنيو ته ويلي، چې د فلسطين او اسرائيل د شخړې په اړه د قطر، اسرائیل، امريکې او مصر ترمنځ خبرو کې، چې په پارېس کې ترسره شوې، لوی پرمختګ شوی او څلورو خواوو په غزې کې د څو پړاويز اوربند په اړه چوکاټي هوکړه کړې ده.

الثاني ويلي، چې د يادې هوکړې له مخې، حماس به د امريکا او اسرائيل نيولي اتباع په څو پړاونو کې خوشې کړي، په غزې کې به جګړه په تدريجي توګه پای ته ورسیږي او خلکو سره به یې بشري مرستې وشي او د اسرائيل له زندانونو به فلسطيني بنديان ازاد شي.

د  الثاني په وينا، قطر د اوربند او د نيول شوو کسانو د تبادلې په اړه حماس ته نوي شرایط وړاندې کړي دي. 

حماس او اسرائيل تراوسه پدې اړه څه نه دي ویلي.