د جنورۍ ۳۰مه د ۲۰۲۴ کال د پسرلني اختر په پار د مسافرینو د ليږد راليږد وخت له پيل کېدو وروسته پنځمه ورځ ده.
د چین د ترافيکي او ټرانسپورټي چارو وزارت د جنورۍ په ۳۰مه یوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د روانې میاشتې له ۲۶مې څخه تر ۲۹مې پورې یعنې د پسرلني اختر په پار په لومړیو ۴ ورځو کې د مسافرینو د لیږد رالیږد ځلې له ۷۶۰ ملیونو څخه واوښتې.
شمېره ښيي، چې د جنورۍ په ۲۹مه د سفر لپاره د خلکو د غوښتنو شمېر ۱۹۱ میلیونو، ۴۴۰ زرو ته رسېدلی دی.