په اردن کې د امريکې پر پوځي اډې د بريد قربانيان وپېژندل شول
CMG2024/01/30 11:08:59
شريکول:

د امريکا د دفاع وزارت د مطبوعاتي سکرتر مرستيالې سابرينا سينګ خبري رسنيو ته ويلي، چې په اردن کې د امريکا پر پوځي اډې د بې پيلوټې الوتکې د بريد له امله ۳ سرتېرې وژل شوي او درې واړو د امريکې د جورجيا ايالت په ځمکنيو قواوو کې دندې ترسره کولې.

سينګ د ياد بريد له امله د ټپيان شوو عسکرو شمېر له ۴۰ څخه زيات ښودلی دی او په خبره يې، د ياد بريد په اړه يې څېړنه لاهم روانه ده.