امريکې تېر کال د ۲۳۸ ميليارډو ډالرو په ارزښت نظامي تجهيزات پلورلي
CMG2024/01/30 11:07:41
شريکول:

د امريکې بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ۲۹مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په ۲۰۲۳م کال کې يې پر بهرنيو هېوادونو د نظامي تجهيزاتو د پلور اندازه ۱۶٪ زياته وه او ارزښت يې ۲۳۸ ميليارډه ډالره ښودلی دی.

په اعلاميې کې د وسلو پلور او لېږد د امريکا د ډيپلوماتيکې پاليسۍ مهمه برخه ګڼل شوې او په ټکو يې، دا چاره پر سيمه ييز او نړيوال امنيت اوږد مهالې اغيزې لري.

د مالوماتو له مخې، امريکا په ۲۰۲۳م کال کې پر پولنډ د ۱۰ ميليارډو ډالرو په ارزښت راکټ سيسټم او پر جرمني د ۲ ميليارډو او ۹۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت توغندي او د ۲ ميليارډو او ۹۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د توغندي دفاعي سيسټم پلورلي دي.