نن به په چين کې ۱۰ ميليونه او ۸۰۰ زره مسافر په اورګاډو کې تګ راتګ وکړي
CMG2024/01/30 10:56:36
شريکول:

د چين د رېل پټلۍ شرکت ويلي، چې نن يا د جنورۍ په ۳۰مې نېټې به په ټول هېواد کې  نور ۶۵۹ مسافر وړونکي اورګاډي هم تګ راتګ وکړي او شاوخوا ۱۰ ميليونه او ۸۰۰ زره مسافر به ولېږدوي.

په چين کې ګڼ شمېر خلک د دوديز پسرلني اختر په شاوخوا ۴۰ ورځو کې خپلو ټاټوبو ته ستنيږي او سيلانيزو ځايونو ته په چکر ځي، چې په ترڅ کې يې ټرافيک ډېر بوخت او د مسافرو ډېره ګڼه ګوڼه وي.

د ۲۰۲۴م کال د پسرلني اختر د مسافرو تګ راتګ د جنورۍ په ۲۶مې نېټې پيل شوی دی.

د چين ټرانسپورټ وزارت وړاندوينه کړې، چې چينايان ښايي د سږني پسرلني اختر په شاوخوا ۴۰ ورځو کې په هېواد کې دننه  شاوخوا ۹ ميليارډه ځلې تګ راتګ وکړي او نوی ريکارډ به جوړ کړي.