وانګ ون بین: چین به د بشري حقونو تضمين لاپسې پياوړی کړي
CMG2024/01/30 10:50:04
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د جنورۍ په ۲۹مې نېټې د دغه هېواد د بشري حقونو د چارو د پرمختګ په اړه رسنیو ته ویلي، چې چین اوسمهال د چیني شکله عصري کېدو بهیر له لارې د هېواد ابادۍ او د ملت بيا سمسورتيا ته وده ورکوي.

نوموړي ويلي، چين به د ياد بهیر زياتې ګټې له خلکو سره په عادلانه ډول شريکې کړي، د بشري حقونو تضمين به لاپسې پیاوړی کړي او د خلکو ازادۍ او هراړخيز پرمختګ ته به وده ورکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په خپلې ۴۵مې غونډې کې په یوه خوله د چین د بشري حقونو د ۴م پړاو سنجش راپور تصويب کړی دی.

په يادې غونډې کې څه دپاسه ١٢٠ هېوادونو د چين د بشري حقونو پرمختګ منلی او د بشري حقونو د پرمختګ او ساتنې په برخه کې يې د دغه هېواد نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ستایلې دي.

وانګ ون بين زياته کړې، چين به له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د بشري حقونو د ودې او خونديتوب لپاره کار وکړي، د بشري حقونو په نړيوالې ادارې کې به فعال ګډون ولري او د ټولو انسانانو د ګډو ارزښتونو د خپرولو او د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به هڅې وکړي، څو ټول انسانان په يوې ښې او غوره نړۍ کې ژوند وکړي.