د چین دولت رئیس د جنورۍ په ۳۰مه د خلکو په لوی تالار کې د ۴۲ بهرنیو سفیرانو باورلیکونه ومنل.
دغه سفیران د سینګاپور، ایتالیې، عربي متحده اماراتو، افغانستان، لاوس او جاپان په شمول له ۴۲ هېوادونو څخه راغلي دي.
شي جين پينګ وویل، چین د مختلفو هېوادونو له خلکو سره دوستۍ ته جدي پاملرنه کوي او غواړي د ګډو ګټو پر بنسټ د بېلا بېلو هېوادونو له خلکو سره دوستي ژوره کړي او همکارۍ نورې پراخې کړي. هغه هیله وښودله چې یاد سفیران به د چین هراړخیزه او ژوره پېژندنه ولري چې د چین او خپلو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټيڼګښت او راکړو ورکړو د پياوړتیا لپاره د پله رول ولوبوي.