چین د فلسطین او اسرائيل د شخړې له ټولو خواوو د سمدستي او بشپړ اوربند غوښتنه وکړه
CMG2024/01/30 14:16:19
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د جنورۍ په ۲۹مې نېټې رسنیو ته ويلي، چې د فلسطين مسئلې په اړه د بېجينګ دریځ ښکاره او نه دی بدل شوی او په وينا يې، چين ټول هغه اقدامات غندي، چې له نړیوال قانون سره په ټکر او عامو خلکو ته پکې زیان رسيږي.

نوموړي د شخړو له ښکېلو خواوو څخه د سمدستي او بشپړ اوربند او نړیوال بشري قانون ته د درناوي غوښتنه کړې ده.

د راپورونو له مخې، جنوبي افریقا پر اسرائیلو تور لګولی، چې په غزې تړانګې کې يې "نسل وژنه"  پېل کړې.

د ملګرو ملتونو نړیوالې محکمې د جنوبي افریقا د يادې ادعا په اړه لنډمهاله حکم صادر کړی او پکې يې له اسرائيل غوښتي، چې په غزې کې د "نسل وژنې" د مخنیوي لپاره ټول اقدامات ونیسي او په سیمې کې باید د بشري وضعیت د ښه کولو لپاره کار وکړي.

د اسرائیل حکومت اړ دی، چې په یوې میاشتې کې د ملګرو ملتونو نړیوالې محکمې ته د ياد حکم د پلي کولو راپور وړاندې کړي.

وانګ ون بين هيله ښودلې، چې اسرائيل د ملګرو ملتونو د نړیوالې محکمې ياد حکم ته د عمل جامه واچوي.

نوموړي د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د شخړې د حل اساسي لاره "دوه دولتونه " لايحه ياده کړې او په خبره يې، دغه لایحه باید جدي پلې شي.