د پسرلني اختر په درشل کې؛ د پیاوړي چیني ترانسپورت ازمویښت
CMG2024/01/30 10:58:45
شريکول:

په چين کې د پسرلني اختر په پار د مسافرينو لېږد رالېږد يو ځانګړی دود دی، چې د پسرلني اختر په شاوخوا څلوېښتو ورځو کې چينايان د اختر نمانځنې او له کورنيو سره د راغونډېدو لپاره له کاري ځايونو څخه بېرته اصلي ځايونو ته ستنېږي او يا سيلانيزو ځايونو ته چکر وهي. د ۲۰۲۴م کال د پسرلني اختر په پار د مسافرينو لېږد رالېږد د جنورۍ له ۲۶مې نېټې څخه پيل شوی او د اوسپنيزو لارو، ملکي الوتنو او سړکونو له لارې د مسافرينو د تګ راتګ شمېر ورځ په ورځ زيات شوی.

د هغې شمېرې له مخې، چې د چين د ترافيکي او ټرانسپورټي چارو وزارت څه موده مخکې خپرې کړې، د روان کال د پسرلني اختر په موده کې د لويې پيمانې خلکو د لنډ مهال تګ راتګ وخت پيل شوی.په دې لنډ وخت کې د خلکو د شاوخوا نهه میليارډو ځلو تګ راتګ او د اختر لپاره د توکو د لېږلو وړتياوې د چين ترافيکي او ټرانسپورټي سيستم لپاره يوه ازموینه ده. نور هېوادونه هم په دې اړه پوښتنه کوي، چې چين څنګه د دومره زياتو خلکو د تګ راتګ غوښتنې پوره کولی شي؟ څنګه ترافيکي مسئلې حل کوي؟ 

پخوا د چين بېجينګ، شانګهای، ګوانګ جو او شن جن په شمول لوی ښارونه ډېر ځوانان راجلب کړي، چې په کې کار پيدا کړي. خو په دغو ښارونو کې نفوس ډېر زيات دی او د چين په ټولو سيمو کې د پرمختګ بيلانس رامنځته شوی، نو د لا زياتو دويمه او درېيمه درجه لوی ښارونو چټک پرمختګ موندلی او ښه راتلونکی لري، ځوانان خپلو اصلي ځايونو ته نژدې په اسانه توګه کارونه انتخاب کولی شي. نو د دغو ځوانانو لپاره کورته ستنېدل خورا اسانه شوي، ځکه چې کاري ځای او کور په يو ولايت کې پروت دی.

د ولايتونو او ښارونو تر منځ د ترافيکي تګ راتګ لپاره د ګړندو اورګاډو شبکه د خلکو تګ راتګ ته سترې اسانتياوې برابروي. د بېلګې په توګه د ۲۰۲۴م کال په ژمي کې د چين په شمال ختيځ کې د هې لونګ جيانګ، جي لين او لياو نينګ ولايتونه د واورو او ګنګل د ښکلې منظرې، د تفريحي ځايونو او د ځايي خلکو د مېلمه پالنې چلند په اتکا د هېواد د بېلابېلو ځايونو سيلانيان راجلب کړي دي. د پسرلني اختر په پار د مسافرينو د لېږد رالېږد وخت د پيل په وخت کې لا زيات خلک غواړي له بېجينګ څخه شمال ختيځ ته ولاړ شي. د اورګاډو د ټکټونو د اخيستلو لپاره د ايپليکېشن له خلاصېدو وروسته له بېجينګ څخه د لياو نينګ ولايت مرکز شن يانګ ښار ته د اورګاډو ټکټونه لټوي، له دريو ساعتونو څخه کم وخت کې په دې ۶۸۵ کيلومترو فاصله کې ټاکلي ځای ته رسېدلی شي، خلک په ۲۴ساعتونو کې له ۹۰ ځلو اورګاډو څخه انتخاب کولی شي او حتی د يوه ګړندي اورګاډي له حرکت وروسته په پنځو دقيقو کې بل اورګاډی حرکت کوي. 

په خپلو موټرو کې تګ راتګ د ۲۰۲۴م کال د پسرلني اختر په پار د لېږد رالېږد عمده لاره ده. د ترافيکي او ټرانسپورټي چارو وزارت د خلکو د سالم تګ راتګ د تامينولو لپاره د پراخو سړکونو د لګښت ورکولو بهير د چټکېدو، په ګړندۍ توګه د نرمو ترافيکي پېښو د حلولو، په خدماتي سيمو کې د موټرو د درېدو د لارښوونې او برقي موټرو ته د برېښنا ورکولو تاسيساتو د زياتوالي په شمول يو لړ تدبيرونه نيسي.

 د چين د ترافيکي او ټرانسپورټي چارو وزارت، د ملکي الوتنې دولتي ادارې او د اوسپنيزو لارو دولتي ادارې او اړوندې څانګې په همکاريزه توګه ټول ترافيکي سيستم تنظيموي او د اوسپنيزو لارو، سړکونو، بېړيو، ملکي پروازونو د کارولو ظرفيت زياتوي څو د ټولو خلکو د تګ راتګ د مختلفو لارو تامين وکړي.

له خپلو کورنيو سره د راغونډېدو او له کورنيو سره د سيل لپاره د پسرلني اختر په پار د مسافرينو د تګ راتګ په لاره کې له مورنيو ځايونو سره د چينايانو ټينګې مينې، د يو کال له سختو کارونو وروسته د وطن د ښکلو منظرو د ليدلو لپاره د خلکو له ښکلو خوبونو څخه برخمن اقدام دی. په لنډ وخت کې د خلکو د نهه میليارډو ځلو د تګ راتګ په امتخان کې بريالي کېدل يوه معجزه ده، چې په لسګونو کلونو کې په چين کې د ترافيکي سيستم د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ له امله رښتینی کېدای شي. نو د خلکو د سفر غوښتنې پوره کېدای شي.