د قطر انرژۍ شرکت د جنورۍ په ۲۹مې نېټې خبر ورکړی، چې د انرژۍ اېکسلېرېټ شرکت سره يې د طبیعي ګازو ۱۵کلن تړون لاسليک کړی، چې له مخې به یې قطر هر کال بنګلادېش ته ۱ میليون ټنه طبيعي مایع ګاز برابروي.
د قطر انرژۍ شرکت ويلي، چې یاد تړون به د ۲۰۲۶م کال په پېل کې نافذ شي او ۱۵ کاله به دوام ولري.
دا له ۲۰۲۳م کال راهيسې د طبيعي ګازو د اوږدمهالې برابرونې په برخه کې د قطر او بنګلادېش ترمنځ دوهم تړون دی.
قطر د مايع ګازو د تولید او صادراتو په برخه کې د نړۍ له لويو هېوادونو څخه يو دی او د بنګلادېش لپاره د طبيعي ګازو تر ټولو لوی برابرونکی هېواد دی.