افغانستان يوځل بيا له امريکا د خپلې شتمنۍ غوښته کړې
CMG2024/01/30 11:14:02
شريکول:

د افغانستان په پلازمېنې کابل کې د جنورۍ په ۲۹ مې نېټې«د افغانستان د سيمه ييزې همکارۍ ابتکار» ناسته پېل شوه، چې د دغه هېواد د سرپرست حکومت چارواکو او په کابل کې يو شمېر بهرنيو ډيپلوماتانو ګډون کړی و. 

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وزير امير خان متقي دغې ناستې ته په وينا کې له سيمه ييزو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې ګډې همکارۍ وکړي او د بېلابېلو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.

نوموړي له دغې ناستې وروسته په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امريکا باید افغانستان ته کنګل شوې شتمني بېرته ورکړي.