اسرائيل د سوريې پر پلازمېنې دمشق هوايي بريدونه کړي
CMG2024/01/30 14:25:11
شريکول:

(عکس: اسرائيل د جنورۍ په ۲۰مه نېټه پر دمشق بريد وکړ)

عرب نيوز اژانس د جنورۍ په ۲۹مې نېټې خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د سوريې د پلازمېنې دمشق پر جنوبي سیمو هوايي بريدونه کړي دي.

تسنيم اژانس د اسرائيل د يادو بريدونو موخه د ايران د معلوماتو يو مرکز ښودلی دی، خو په سوريې کې د ايران سفير حسين اکبري پر ټولنيزو رسنيو ياد خبر رد کړی او ويلي يې دي، چې په دمشق کې د ايران پر معلوماتي مرکز بريد نه دی شوی او نه هم کوم ايراني وګړي ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.

د سوريې ځواکونو خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو د همدې ورځې د ماسپښين په ۱ بجې د پلازمېنې دمشق پر څو جنوبي سیمو هوايي بريدونه کړي، چې له امله یې يو شمېر خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.