ډيموکراتيکې کوریا ستراتيژيک کروز توغندی ازمویلی
CMG2024/01/31 11:17:28
شريکول:

د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت مرکزي اژانس د جنورۍ د ۳۱مې نېټې د دغه هېواد د خلکو پوځ د لوی درستيز په قول خبر ورکړی، چې د روانې میاشتې په ۳۰مې نېټې يې په لوېديځې سمندري سیمې کې د «غشي-۲» ستراتيژيک کروز توغندی ازمويلی دی.

خبر وايي، د ياد توغندي ازموينې د ډیموکراتيکې کوریا د خلکو پوځ له چټکو نظامي عملیاتو سره پوره مرسته کړې او د ستراتیژیکو بریدونو وړتيا يې ښودلې ده.

ډيموکراتيکې کوريا ويلي، چې د ستراتيژيک کروز توغندي ازموینه يې د ګاونډیو هیوادونو امنیت ته ګواښ نه جوړوي.