چين: له بېلا بېلو خواوو سره به په سور سمندر کې د کړکېچنو حالاتو د کمولو په پار هڅې وکړي
CMG2024/01/31 11:14:05
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۳۰مې نېټې په يوې خبري ناستې کې په سور سمندر کې د اوسنيو حالاتو په اړه ويلي، چې هېواد يې په سور سمندر کې کړکېچن حالات نه غواړي او په خبره يې، هلته بايد پر ملکي بېړيو روان بريدونه پای ته ورسیږي او د يمن په شمول د سور سمندر د ساحلي هېوادونو حاکميت ته باید پوړه درناوی وشي.

نوموړي ويلي، چې سور سمندر په نړۍ کې د توکو لېږد رالېږد او د انرژۍ د سوداګرۍ مهمه لاره ده او په غزې کې د روانې شخړې پای په سور سمندر کې د کړکېچنو حالاتو په ارامولو کې پوره مرسته کولی شي او په وينا يې، چين به له بېلا بېلو خواوو سره په ګډې همکارۍ په سور سمندر کې د کړکېچنو حالاتو د کمولو لپاره هڅې وکړي.

وانګ ون بين زياته کړې، د غزې د شخړې اړوند خواوې بايد د امنيت شورا او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پرېکړه ليکونه پلي کړي، سمدستي باید بيړني اوربند ته لاره هواره کړي او جګړه باید پای ته ورسوي او په خبره یې، نړيواله ټولنه بايد په دې اړه پوره همغږي ولري.