رئیس شي جين پينګ د ناورو د خپلواکۍ ورځې په مناسب ولسمشر ډاویډ ادیانګ ته د مبارکۍ پيغام ليږلی
CMG2024/01/31 11:01:09
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د جنورۍ په ۳۱مې د ناورو جمهوریت د ۵۶مې خپلواکۍ ورځې په پار د دغه هېواد ولسمشر ډاوېډ رانيبوک اديانګ ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

نوموړي په پيغام کې ویلي، چین او ناورو جمهوریت څو ورځې مخکې خپلمنځي سیاسي اړیکې بیا ټينګې کړي او اړيکې یې نوې مرحلې ته رسېدلې دي.

رئیس شي جين پينګ د ولسمشر ډاویډ ادیانګ د یو چین پېژندنې د اصل د مراعات پرېکړه ستایلې او ويلي يې دي، چې چين له ناورو سره اړیکو ته پاملرنه کوي او غواړي همکارۍ ورسره پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته زیاتې ګټې ورسوي.