چين: د پاکستان معلومات د پاملرنې وړ دي
CMG2024/01/31 10:38:47
شريکول:

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ۲۵مې نېټې يوه خبري ناسته ترسره کړې او پکې يې ادعا او تور لګولی، چې د هند استخباراتي کارکوونکي په پاکستان کې خلک وژني.

په دغې غونډې کې، په پاکستان کې د خلکو وژنې، په کاناډا او امريکا کې د هند د سيکانو له وژنې سره ورته بلل شوي او هند يې تورن کړی، چې دغه هېواد په بهر کې د ترهګرو ملاتړ او مرسته کوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د روانې مياشتې په ۳۰ مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې اړوند راپورونه څاري او په دې وروستيو کې يې پام د ځينو هېوادونو ترمنځ ډيپلوماتيکو شخړو ته اوښتی دی.

نوموړي ويلي، د پاکستان لخوا خپاره شوي مالومات د پاملرنې او غور وړ دي او ترهګري يې د بشريت ګډ دښمن بللی دی.

وانګ ون بين زياته کړې، چين غواړي له بېلا بېلو هېوادونو سره د ترهګرۍ پر ضد همکارۍ پياوړې کړي او د هر ډول ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.