۲۰ بهرنې خپرندوې ادارې ((د شي جين پینګ د نظريو د چين حکومتوالي)) څلورم ټوک چاپوي
CMG2024/01/31 10:46:46
شريکول:

((د شي جين پينګ د نظریو د چين حکومتوالي)) څلورم ټوک د ژباړې او چاپ د لاسلیک مراسم د جنورۍ په ۳۰مې نېټې د چين په پلازمېنې بېجینګ کې ترسره شول.

په یادو مراسمو کې د افغانستان، ټایلنډ، پاکستان، قرغزستان، هنګري، کینیا، کوریا جمهوریت، نیپال، پولنډ او ویتنام په شمول د ۲۰ هېوادونو خپرندويو ادارو استازو برخه اخيستې وه او د چین د نړیوالې تبادلې ګروپ سره يې تړونونه لاسلیک کړي دي.

ياد کتاب به د نړۍ په بېلا بېلو ژبو وژباړل شي او ډېر ژر به چاپ شي.

((د شي جين پينګ د نظریو د چين حکومتوالي)) څلورم ټوک منځپانګه د نوموړي په مشرۍ د مرکزي کمېټې په چارو ورټوله ده چې د شي جین پينګ په مشرۍ د چین کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د بې سارو ننګونو پر وړاندې د هېواد کورني او بهرني حالات کنټرول کړي، اقتصاد او ټولنیز يې پرمختګ موندلی او د عصري سوسیالیستي هېواد د ابادۍ جریان یې پیل کړی دی.