سروې: ٪ ۹۰ بهرنۍ تصدۍ د چين له ګرم بازار خوښ دي
CMG2024/01/31 12:51:57
شريکول:

د چين د نړيوالې سوداګرۍ د هڅونې کمېټې وياندې يانګ فان د جنورۍ په ۳۰ مه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې ٪ ۹۰ بهرنۍ تصدۍ چې د سروې پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړي، د چين بازار تود او جالب بولي او کمېټه به يې له بهرنيو تصديو سره د فرمایشونو ترلاسه کولو او د بازار موندلو په برخو کې مرسته وکړي.

مېرمن یانګ فان وويل، چې کمېټې يې د ۲۰۲۳م کال په څلورمه ربعه کې په چين کې له نږدې۶۰۰ بهرنيو تصديو څخه يوه سروې ترسره کړې ده. په دغو تصديو کې ۶۹٪ کوچنۍ تصدۍ دي او او ٪ ۶۵ يې په چين کې د توکو د پروسیس او جوړولو چارې پر مخ وړي. د يادې سورې نتيجه ښيي، چې په چين کې د سوداګرۍ له چاپېريال سره  د يادو بهرنیو تصديو رضایت په پرله پسې توګه لوړ شوی دی.

يانګ فان وويل: نږدې٪۷۰ پوښتل شوې بهرنۍ تصدۍ د چيني بازار راتلونکی پنځه کلن پرمختګ هيله بښونکی بولي، چې دا رقم د روان کال د درېيمې ربعې په پرتله ٪ ۱.۸ زیاتوالی ښيي. له ٪ ۹۰ زياتې بهرنۍ تصدۍ چيني بازار جالب بولي. یاد سلنې تصديو وړاندوينه کړې چې په چيني بازار کې يې د راتلونکو پنځو کلونو ګټې به د اوسمهال تر ګټو کمې نه وي او ان لوړوالی به پکې راشي. هغه تصدۍ چې په چين کې خپلې پانګونې زياتې کړي، شمېر يې د روان کال د درېيمې ربعې په پرتله ٪ ۴.۵ زياتوالی ښيي.

د يانګ فان په وينا، د سروې یاده نتيجه ښيي، چې د چين اقتصاد هغه اساسي بڼه نه ده بدل شوې، چې د ثبات ساتلو ترڅنګ د اوږدمهال لپاره مخ په غوړېدو ده او د بهرنیو پانګوالو لپاره د چيني بازار جذابيت لاپسې زيات شوی دی.

بهرنۍ سوداګرۍ د اقتصادي ودې د لوړولو له درېيو مهمو لاملونو څخه دي. په ۲۰۲۳م کال کې د چین د صادراتو او وارداتو پيمانې زياتې او کيفيت یې ښه شوی دی.

مېرمن يانګ فان وويل، چې د چين د نړيوالې سوداګرۍ د هڅونې کمېټه به په ۲۰۲۴م کال کې له بهرنيو تصديو سره د فرمايشونو ترلاسه کولو او د بازار موندلو په موخه ځانګړي اقدامات غوره کړي.

نوموړې وويل:

موږ به د چين د عرضې ځنځير دويم نړيوال نندارتون ترسره کړو او له دې لارې به د اقتصاد او سوداګرۍ لپاره لازيات غوره پلاټفورمونه جوړ کړو،  د تصديو ۱۰۰۰ پلاوي به د نندارتونونو د ګډون او جوړولو لپاره نورو هېوادونو ته ولېږو او له مهمو اروپايي، امريکايي، جاپاني او کوریايي، د آسيان او لاتينې امريکايي سوداګريزو همکارانو سره به يې د خبرو لپاره زمينه برابره کړو،  څو تصدۍ زیات فرمايشونه ترلاسه کړي او زیاتو بازارونو ته لار ومومي او د هېواد بېلابېلو سيمو ته زياتې پانګونې راجلب شي. موږ به همدارنګه د برېښنايي موټرونو، ليټيم بيټرۍ او د سولر بیټرۍ د توليد، د سوداګرۍ ډيجيټلي کېدو او د نړۍ په نورو هېوادونو کې د انلاين دوکانونو د تجارتي توګو د ګودامونو په اړه څېړنه وکړو، څو د اړوندو تګلارو د طرحې او تطبيق لپاره ښه چمتووالی ولرو.