هان جنګ د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي اسمبلۍ له رئيس فرانسېس سره وکتل
CMG2024/01/31 11:13:16
شريکول:

د چين د دولت رئيس مرستیال هان جنګ د جنورۍ په دېرشمې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي اسمبلۍ له رئيس فرانسېس سره کتلي او په ځينو مسئلو ورسره غږیدلی دی.

هان جنګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړي په توګه پر رښتيني څو اړخيزم ټينګار لري او د ملګرو ملتونو واک او مقام ته پوره درناوی کوي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره د مهمو افکارو، نړيوال پرمختګ، نړيوال امنيت او تمدن وړانديزونه کړي دي.

هان جنګ ويلي، راتلونکی کال به د ملګرو ملتونو د جوړېدو له اتيايمې کاليزې سره برابر وي او چين غواړي له ملګرو ملتونو سره همکارۍ پیاوړې کړي او له نورو اړوندو خواوو سره به هم په ګډه په لا عادلانه او معقول لوري د نړيوال اداري سيسټم د لا بشپړولو په پار هڅې وکړي.

فرانسېس چين د ملګرو ملتونو مهم همکار او د نړيوالې سولې او پرمختګ د ساتلو مهم ځواک بللی دی.

نوموړي تمه ښودلې، چې چين د دواملرونکي پرمختګ، د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا او له نړيوالو ننګونو سره د مقابلې په برخو کې نور هم مهم رول ولوبوي.