شي جين پينګ د ماليزيا نوي مشر سکندر ابراهيم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2024/01/31 16:28:16
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۳۱مې نېټې د ماليزيا نوي مشر سکندر ابراهيم ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

نوموړي په پيغام کې ويلي، چين او ماليزيا ساحلي ګاونډي هېوادونه او تر منځ يې دوستي اوږد تاريخ لري او په ۱۹۷۴م کال کې يې ډيپلوماتيکي اړيکې ټينګې کړي، چې تر دې مهاله يې يو بل ته په متقابل احترام پاللي او په ګډو ګټو ټينګار لري.

شي جين پينګ ويلي، هغه په ۲۰۲۳م کال کې د ماليزيا له صدراعظم انور ابراهيم سره د چين او ماليزيا د ګډې ټولنې په اړه مهمو ګډو نظريو ته رسيدلی او په نوي زمانې کې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ په اړه يې ورسره نوې طرحه جوړه کړې ده.

 ۲۰۲۴ کال د چين او ماليزيا ترمنځ د اړيکو د ټيګېدو له ۵۰م کاليزې او د خپلمنځي دوستۍ کاليزې سره برابر دی او په همدې کال کې به ماليزيا د چين او اسيان د همغږۍ دنده هم پر غاړه لري.

  شي جين پينګ ويلي، د چين او ماليزيا اړيکې د پرمختګ له نوي فرصت سره مخامخ دي او زياته کړې يې ده، چې هغه به سکندر ابراهيم سره دوستانه تګ راتګ ته دوام ورکړي او د چين او ماليزيا د ګډې ټولنې د جوړېدو د نوي پرمختګ د موندلو په پار به هڅې وکړي.