د ډیجټلي ښوونې نړیواله ټولنه جوړه شوه
CMG2024/01/31 10:37:56
شريکول:

د ۲۰۲۴م کال د ډیجټلي ښوونې نړیواله غونډه د جنورۍ په ۳۰مې د ډیجټلي ښوونې د استعمال، شریکونې او نوښت په عنوان د چين په شانګهای کې پرانیستل شوه.

يادې غونډې د ډیجټلي ښوونیزې ټولنې د جوړېدو او د چین د ځیرکې ښوونې د عامه خدمتونو د دولتي ډګر د نړیوالې انلاین بڼې خبر ورکړی او تر اوسه د نړۍ د ۴۱ هېوادونو او سیمو ۱۰۴ ارګانونو یې غړيتوب ترلاسه کړی دی.

د چین تصدیو تېر کال د یاد دولتي ډګر له لارې له پوهنتونونو څخه تازه فارغ شویو محصلینو ته ۱۷ میلیونه او ۵۵۰ زره کاري فرصتونه برابر کړي وو، چې په دې سره د چين نږدې یو پر درېیمه برخه هغه محصلین، چې تازه له پوهنتونونو فارغ شوي وو، پر دندو ګومارل شوي دي.