پوتين: د روسيې پوځي ټرانسپورټي الوتکه په پيټريټ توغندي ويشتل شوې
CMG2024/02/01 10:35:57
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جنورۍ په ۳۱مې نېټې رسنيو ته منلې، چې د دغه هېواد هغه ټرانسپورټي الوتکه، چې نيول شوي اوکرايني سرتيري یې ليږدول، په پيټريت توغندي لګېدلې ده.

پوتين په همدې ورځ د روسيې په پلازمينې مسکو کې رسنيو ته ويلي، چې پيټريت توغندی د اوکراين تر کنټرول لاندې سيمې څخه توغول شوی او ياده الوتکه يې په نښه کړې ده.

نوموړي ويلي، چې دغه پېښه به د بنديانو پر تبادلې اغېزه ونه کړي.