د چین د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې سیاسي بیورو د جنورۍ په ۳۱مې نېټې د باکیفیته پرمختګ د هڅونې په پار په ۱۱م ځل ډله ییزه زده کړه ترسره کړې ده.
د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د یادې زده کړې مشري کړې او باکیفیته پرمختګ یې د نوې زمانې عمده غوښتنه بللې او ويلي يې دي، چې چین به د ابادۍ نوې نظریې ښې تطبیق کړي، د عصري اقتصادي سیسټم جوړونې، د ټکنالوژۍ لوړې سویې خپلواکۍ، د نوې ابادۍ جوړښت ته به لومړیتوب ورکړي.
نوموړي د نوي تولیدي توان پرمختګ د باکیفیته پېشرفت اصلي غوښتنه ياده کړې او په وينا يې، چين به د نوي ډول تولیدي توان هڅونه وکړي.