امریکا باید د فینتانیل کیمیاوي مادې ناورین پخپله حل کړي
CMG2024/02/01 14:38:34
شريکول:

د نشه يي توکو پر ضد د چين او امريکا د همکارۍ کاري ډلې د جنورۍ په ۳۰مه نېټه په رسمي توګه پر خپلې دندې پيل کړی. دا په سان فرانسيسکو کې د چين او امريکا د مشرانو د تر لاسه شوې ګډې نظريې د پلي کېدو لپاره يو مهم تدبير دی. د ۲۰۲۲م کال د اګست په میاشت کې د امریکا د کانګرس پخوانۍ مشرې نانسي پیلوسي تایوان ته د سفر له امله چین اړ شو چې د نشه يي توکو پر ضد د چین او امریکا همکاري وځنډوي. دا ځل د چين او امريکا د یادې کاري ډلې د کار له پیل کولو څخه څرګندېږي چې د دواړو خواوو ترمنځ د تماس او ډيالوګ چاپېریال په ښه کېدو دی او د چين او امريکا د اړیکو د پرمختګ لپاره رغنده اغېزه لري.  د چين د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د ملي کمېټې مسؤل په همدې ورځ په بېجینګ کې د امريکا له نشه يي توکو سره د مبارزې له ګډ پلاوي سره کتنه وکړه. اسوشېټېډ پرېس په دې اړه خبر ورکړ چې چين او امريکا د دوه اړخيزو اړيکو د لا ښه مديريت په موخه، دغه کتنه د همکارۍ مثبته نښه بللې.

په وروستيو کلونو کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې همکاري هغه موضوع ګرځېدلې ده چې امريکا يې له چين سره پرمخ وړي. دا په امریکایي ټولنه کې د فینتانیل په څېر کیمیاوي موادو د کنټرول له لاسه ورکولو سره نژدې تړاو لري. د امریکا د اوریګون ایالت چارواکي د جنورۍ په ۳۰مه نېټه  اعلان وکړ چې د فینتانیل د خپرېدو له امله د عامې روغتیا او عامه امنیت بحران رامنځته شوی او د دغه ایالت پورټلنډ ښار  بېړني حالت ته داخل شوی.

فینتانیل د یو ډول قوي اپیایډ درمل دی. په امریکا کې د اوږدې مودې لپاره د اپیایډ درملو د ناوړه استعمال ستونزه شته او د فینتانیل په څېر مواد په نشه یي توکو بدل شوي دي. د نشه یي توکو پر ضد د امریکا د تطبیق ادارې په دې وروستیو کې شمېرنې خپرې کړې چې له مخې يې فینتانیل د هغو امریکایانو د مړینې عمده لامل ګرځېدلی دی چې عمرونه یې له ۱۸ څخه تر ۴۵ کلونو پورې دي.

ولې فینتانیل په امریکا کې دومره ناوړه استعمالېږي؟ دا له ډېرو لاملونو سره تړاو لري. له یوې خوا، د درملو لوی شرکتونه د ګټو موندلو لپاره له سیاستوالو څخه د تګلارو محافظت غواړي. له بلې خوا، د امریکا حکومت ضعیف قانوني مقررات لري. سربېره پر دې، امریکا د نشه یي توکو د خطرونو په اړه کافي تبلیغات نه کوي. ځینی خلک تشریح کوي چې په امریکا کې د اوسني نظام په وړاندې، د فینتانیل کنټرول د ټوپک کنټرول په څېر ستونزمن دی.

دا باید په ګوته شي چې تر اوسه پورې په امریکا کې په رسمي توګه د فینتانیل پورې اړوند مواد نه دي لیست او اداره شوي. له دې نظره، د نشه يي توکو پر ضد د چين او امريکا همکاري يوازې له امريکا سره مرسته کولی شي چې د اړوندو ستونزو د حل لپاره بهرني شرايط برابر کړي. خو د فینتانیل بحران  د پوره منځه وړلو لپاره، امریکا باید په خپل ځان کې سمه لار ومومي او قوي تدبیرونه ونیسي.

له پراخ نظره، د نشه يي توکو پر ضد د چين او امريکا ترمنځ د همکارۍ بيا پيل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ګرمېدو نښه ده. په دې وروستيو ورځو کې چين او امريکا د ملکي تګ راتګ، پولي ډيالوک، پوځونو او لوړپوړو بهرنیو سلامشورو په ګډون ډېرو برخو کې اړیکې پياوړې کړې. له دې څخه څرګندېږي چې دواړه هېوادونه ګام په ګام د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ د سان فرانسيسکو په غونډه کې شوې موافقه عملي کوي. که چين او امريکا د متقابل درناوي، سوله ييز ګډ ژوند او د همکارۍ له لارې د ګډو ګټو د موندلو سمه لار غوره کړي، د چین او امريکا ترمنځ اړيکې به لا ټينګې شي.