د چين او فرانسې د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۶۰مې کليزې د لمانځنې او د دواړو هېوادونو د کلتوري او سيلانيز کال د پيل کنسرت د جنورۍ په ۳۱مې نېټې په پلازمېنې پاريس کې ترسره شو.
په دغه کنسرټ کې د چين او فرانسې د سياست، اقتصاد، کلتور، سيلانيزو چارو په برخو کې تقريباً ۵۰۰ شخصيتونو ګډون کړی و.
د کنسرټ په پېل کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د فرانسې د ولسمشر ايمانويل مکرون د مبارکۍ ويډيويي پيغامونه خپاره شوي دي.
چيني او فرانسوي هنرمندانو يو ځای د چين او فرانسې عصري او کلاسیکې موسيقۍ وغږولې او ګډونوالو د دواړو هېوادونو له فرهنګ او موسیقۍ سره لېوالتيا ښودلې ده.