د امريکا فدرالي زېرمې کمېټه د سود کچه نه ټيټوي
CMG2024/02/01 10:36:42
شريکول:

د امريکا د فدرالي زېرمې کمېټې د پيسو تګلارې دوه ورځنۍ غونډه د جنورۍ په ۳۱مې نېټې پای ته ورسېده او اعلان يې کړی، چې د فدرالي صندوق د سود کچه به له ۵.۲۵ سلنې نه تر ۵.۵ سلنې پورې وساتي او په لنډمهال کې به یې ټيټه نه کړي.

يادې کمېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په وروستيو کې د امريکا اقتصادي فعالیت په ثابت ډول پراخ شوی، د ۲۰۲۳م کال له پیل راهیسې پکې د روزګار وده ورو، خو پیاوړې پاتې شوې او د بې روزګارۍ انډوال پکې بیا ټیټ ياد شوی دی.

په اعلاميې کې د امريکې د انفلاسیون يا د پيسو پړسوب کچه د تېر کال په پرتله کمه، خو بیا هم لوړه ياده شوې او د پيسو پړسوب يې د تېر کال په پرتله لږ څه ټيټ شوی، خو لا هم په لوړه کچه دی.

د امريکا د فدرالي زېرمې کمېټې دا څلورم ځل دی، چې د سود کچه ثابته ساتي.