چین او تایلنډ د جنورۍ په ۲۸مې نېټې د خپلو اتباعو لپاره له ویزې پرته د تګ راتګ تړون لاسلیک کړ، چې د راتلونکي مارچ په لومړۍ نېټې به نافذ شي.
تایلنډ تر سینګاپور، انتیګوا او باربودا وروسته د سږني کال درېیم هېواد دی، چې له چین سره يې له ویزې پرته د اتباعو د تګ راتګ تړونونه لاسلیک کړي دي.
چین تر دې مهاله له ۲۳ هېوادونو سره ورته تړونونه لاسلیک کړي دي.