د ملګرو ملتونو ماشومانو صندوق په تازه کلني راپور کې ويلي، په هايتي کې د سخت تاوتريخوالي او زورزياتي له امله لږ تر لږه ۱۷۰ زره ماشومان بېځايه شوي، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه چنده زياتوالی ښيي.
راپور وايي، په هايتي کې د روان ۲۰۲۴م کال تر جنورۍ پورې، شاوخوا ۳۱۴ زره کسان بېځايه شوي، چې نيمايي ماشومان دي.