د روسيې دفاع وزارت د جنورۍ په ۳۱مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې هوايي دفاعي سيسټم یې په همدې ورځ د تور سمندر دپاسه د اوکراين ۱۷ توغندي او کريميا ټاپووزمې کې ۳ توغندي شنډ کړي دي.
اعلاميه وايي، اوکرايني ځواکونو تېره شپه هڅه کوله، چې د روسيې د پوځ تاسيسات تر بريدونو لاندې راولي، خو د روسیې دفاعي سیسټم يې مخه نېولې ده.
د روسیې دفاع وزارت ويلي، چې د تور سمندر د پاسه هوا کې يې د اوکراين ۱۷ توغندي او په کريميا کې يې ۳ توغندي شنډ او له منځه وړي دي او د شنډو توغنديو ځينې ټوټې په کريميا ټاپوزمې کې پوځي سیمې ته نږدې غورځېدلې دي.