‎د چين بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۲۴م کال د لمانځنې مېلمستيا ترسره کړه
CMG2024/02/01 14:06:15
شريکول:

‎د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جنورۍ په ۳۱مې نېټې په ملي ټياټر کې د ۲۰۲۴م کال د لمانځنې مېلمستيا ترسره کړې ده.

‎په دغې مېلمستيا کې په چين کې د بېلا بېلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د سفيرانو، استازو او د دغه هېواد د لويو ارګانونو د چارواکو په ګډون څه باندې ۴۰۰ شخصيتونو ګډون کړی و.

‎وانګ يي يادې مېلمستيا ته په وينا کې ويلي، چې د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ چين تېر کال په بهرنيو چارو کې له ستونزو سره سره لاسته راوړنې درلودې.

‎نوموړي ويلي، چين پر ډيالوګ او همکارۍ ټينګار لري، د ګډو ګټو پر بنسټ د ((اسيايي کورنۍ)) په جوړولو کې د باور وړ کوښښونه ترسره کوي، له پرمختيايي هېوادونو سره ټينګ ولاړ دی، په سوله ييزو خبرو اترو ټينګار او د نړيوالې سولې په ساتنې کې کليدي رول لري، ورخلاصون او پرمختګ ته دوام ورکوي او د نړۍ د بيا سمسورتيا د ځواکمن قوت په توګه به خپل رول ولوبوي.  

‎په چين کې د بهرنيو ډيپلوماتيکو ډلو مشر او د کامرون لوی سفير مارتين مبانا په خپلې وينا کې چينايانو ته د پسرلني جشن مبارکي ويلې ده.

‎نوموړي ويلي، چين تېر کال يو لړ ډيپلوماتيک فعاليتونه تر سره کړي، د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ يې متقابل تفاهم پياوړی کړی او نړيواله سوله او پرمختګ يې پرمخبيولي دي او په خبره يې، د چين نړيوال ارزښت ورځ تر بلې د زياتېدو په حال کې دی.