‎چين ميډيا ګروپ په نايروبي کې د پسرلني جشن فعاليت ترسره کړ
CMG2024/02/01 14:07:58
شريکول:

 ‎د چين ميډيا ګروپ د پسرلني جشن فعاليت د جنورۍ په ۳۱مې نېټې د کينيا په پلازمينې نايروبي کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې تر سره شو.

‎دغه فعالیت د چین د پسرلني جشن د لمنځنې او د چین ميډیا ګروپ د شپنۍ نندارې د کتلو په عنوان ترسره شوی دی.

‎په دغه فعاليت کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې زینب حوا بنګوره، د ملګرو ملتونو د چاپېريال ساتنې پروګرام لپاره د چين دايمي استازي، د بشري استوګنځي پروګرام لپاره د چين دايمي استازي او په کينيا کې د چين لوی سفير جو پينګ جيان، د افريقا د لويو جهيلونو سيمې په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، په کينيا او ملګرو ملتونو کې د بېلا بېلو هېوادونو ډيپلوماتانو او مشهورو شخصيتونو په ګډون څه باندې دوه سوو مېلمنو برخه اخيستې وه.

‎د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتو او رسنيو د څانګې مرستيال او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ ياد فعاليت ته په ویډیویي وينا کې ويلي، چې څه موده مخکې د ملګرو ملتونو ۷۸مې عمومي اسمبلۍ پرېکړه کړې، چې د چين پسرلنی اختر به د ملګرو ملتونو د يوې رخصتۍ په توګه ونوموي، چې دا د چيني تمدن او ختيځ کلتور ښه څرګندويي کوي.