حوثيانو په عدن خليج کې د امريکا پر بار وړونکې بېړۍ بريد کړی
CMG2024/02/01 10:58:01
شريکول:

 د يمن د حوثي وسله والې ډلې وياند يحيی سریع د جنورۍ په ۳۱مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې وسله والو يې په همدې ورځ په عدن خليج کې پر يوې امريکایي باروړونکې بېړۍ توغنديز بريدونه کړي او څو هدفونه يې په نښه کړې دي.

نوموړي ويلي، چې ياده بېړۍ د اسرائيلي بندر په لور روانه وه او وسله والو يې پرې برید کړی دی.

یحیی سریع زياته کړې، که امریکا او بريتانيا په سور سمندر کې شخړې ته شدت ورکړي، نو حوثي وسله واله ډله به هم غلي پاتې نه شي.

 غاټول