د چين دولت رئيس شي جين پينګ د پسرلني اختر د را رسېدو په درشل کې له تيان جين ښار څخه لېدنه او له عامو خلکو څخه يې د حال او احوال پوښتنه وکړه.
نوموړی د فبرورۍ د لومړې نېټې په سهار لومړی د تيان جين ښار د شي چينګ سيمې د شين کو علاقه دارۍ يو کلي ته لاړ، هلته يې د تېر کال تر سختو سيلاوبونو وروسته د کرنيزو چارو د عادې کېدو په اړه معلومات تر لاسه کړل او له سيلاب ځپلو وګړيو سره يې خبرې وکړې.
شي جين پينګ د همدې ورځې په ماسپښين د تيان جين لرغوني کلتور واټ ته لاړ او هلته يې په بازار کې د توکو د برابرولو او د لرغونې لارې د ساتلو له حالت څخه لېدنه وکړه.