حوثي وسله والو په سور سمندرګي کې د بریتانیې پر سوداګريزې کښتۍ بریدونه کړي
CMG2024/02/02 11:14:29
شريکول:

د یمن د حوثي وسله والې ډلې ویاند العمید یحیی سریع د فبرورۍ په لومړۍ نېټې په يوې اعلامیې کې ويلي، چې وسله والو يې په همدې ورځ سور سمندرګي کې د بریتانيې پر يوې سوداګريزې کښتۍ توغندي ویشتلي او د اسرائیلو بندر ته يې د ورتګ مخه نېولې ده.

د بريتانیې د سمندر سوداګريزو چارو دفتر په همدې ورځ خبر ورکړی، چې د يمن حدیده ښار ته په ۵۷ سمندري ميله کې يې يوې سوداګريزې کښتۍ ته نږدې چاودنه شوې، خو کښتۍ او عملې ته يې زيان نه دی رسیدلی.