لي چيانګ د ۲۰۲۴ کال لپاره (( د چين او جنوب ختیځې اسيا د هېوادونو د ټولنې ترمنځ د کلتوري تبادلې کال ))د پرانيستلو مراسمو ته د مبارکۍ پيغام وليږه
cmg2024/02/02 22:34:52
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د فبرورۍ په دوهمه نېټه د ۲۰۲۴ کال لپاره(( د چين او جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د ټولنې ترمنځ د کلتوري تبادلې کال )) د پرانيستلو مراسمو ته د مبارکۍ پيغام ولیږه.

لي چيانګ وويل چې د چين او د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو ترمنځ غرونه او سيندونه وصل کيږی او کلتورونه يې ورته دي او دوستي يې اوږد تاريخ لري. دواړو خواوو غني او رنګين اسیايي کلتورونه او تمدنونه جوړ کړي دي.له تاريخي زمانې راهيسې جنوب ختيځې اسیا د ورېښمو د سمندري لارې مهم مرکز دی. هندي سمندر ته د چين مشهور نويګيټر او لارښود جنګه هه د اوو سفرونو له امله د چين او يادو هېوادونو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ او اقتصادي تبادلې ډېرې په زړه پورې کيسې شتون درلود. اوس مهال د چين او يادې ټولنې ترمنځ د هر اړخیزو ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو پرمختيایي تمايل ښه دی او په بېلا بېلو برخو کې دوه اړخیزو همکاريو ښې پايلې تر لاسه کړې او دواړو خواوو د ګډ برخلیک د ابادۍ لپاره نوی ګامونه پورته کړي دي.

لي چيانګ وويل  چې د چين د دولت رئیس شي جين پینګ ویلي چې که غواړو د چین او جنوب ختیځې اسيا د هېوادونو د ټولنې ترمنځ دوستي وساتو، نو مونږ دې د دوه اړخيزو اړيکو ټولنيز بنسټ لا ټينګ کړو. چين دې ته په تمه دی چې د يادې ټولنې له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای له همدې کال په اسفادې سره د نړيوال تمدن وړانديز پلی کړي،د سولې، همکارۍ، ټول شموليت او پيستون په محور اسایي ارزښتونه وهڅوي،د دواړو خواوو د ولسونو د دوستۍ د لاټينګولو،د چين او يادې ټولنې د ګډ برخليک د ابادۍ او د يو امن، ارام، سمسور، ښکلي او دوستانه کور د جوړولو لپاره ګډې هڅې وکړي.

په همدې ورځ د يادې ټولنې د نوبتي رئیسه هېواد او د لاووس صدراعظم هم يادو مراسمو ته د مبارکۍ پیغام وليږه.