اروپايي ټولنه له اوکراين سره ۵۰ ميليارډه يورو مرسته کوي
CMG2024/02/02 10:28:57
شريکول:

د اروپايي شورا مشر چارلېس ميشل د فبرورۍ په لومړۍ نېټې پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې په همدې ورځ د بېلژيک په پلازمېنې بروکسيل کې د اروپايي ټولنې ځانګړې سرمشريزه تر سره شوه او پکې پرېکړه شوې، چې اروپايي ټولنه به اوکراين سره ۵۰  ميليارډه يورو مرسته وکړي.

ښاغلي ميشل څرګنده کړې، چې د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو مشران په دې اړه يووالي ته رسېدلي دي.

د اروپايي ټولنې مشران د تېر ډسمبر سرمشريزې کې د هنګري د مخالفت له امله له اوکراين سره د مرستې په اړه موافقې ته نه وو رسېدلي.