په امريکا کې د وسلو کمپنۍ د خپلو لاسته راوړنو په نمانځنو بوخت دي
CMG2024/02/02 15:01:02
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې وروستيو ورځو کې يو راپور خپور کړی، چې په ۲۰۲۳م کال کې د نړۍ نورو هېوادونو ته د امريکا د جنګي مهماتو د پلور اندازه ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي، چې ۲۳۸ ميليارډو ډالرو ته رسېدلی او نوی ريکارډ يې جوړ کړی. په دې جمله کې د امريکايي حکومت لخوا د پلور اندازه ۸۰ ميليارډو او ۹۰۰ ميليونو ډالرو ته رسېدلې، چې د۲۰۲۲م کال په پرتله ۵۶ سلنه زياته شوې. د دې تر څنګ، د امريکايي شرکتونو د پلور اندازه ۱۵۷ ميليارډو او ۵۰۰ میليونو ډالرو ته رسېدلې،‌ چې د ۲۰۲۲م کال په پرتله ۲.۵ سلنه زياته شوې.

امریکا په ۲۰۲۳م کال کې له جنګونو څخه ډېرې زياتې ګټې تر لاسه کړې. له يوې خوا، د روسيې او اوکراين ترمنځ شخړې لا روانې دي، د فلسطين او اسرائيل ترمنځ جنګي اور بيا تود شوی. د پر له پسې شخړو له امله د دې نړۍ امنيتي چاپېريال لا نور پېچلی شوی دی، نو ګڼ شمېر مجبور دي چې جنګي مهمات واخلي. له بلې خوا، امريکا د جنګي مهماتو د پلور له لارې په جنګ کې د مهماتو د استعمالېدو تجربه او معلومات تر سره کوي او په دوامدار ډول اصلاح کوي،‌ څو بازار کې نوره لويه برخه واخلي.

نو د امریکا جنګي مهمات چېرته پلورل شوي؟

په ۲۰۲۳م کال کې د اوکراين ګاونډی هېواد پولنډ ګڼ شمېر امريکايي وسلې اخيستې، په دې جمله کې د ۱۲ ميليارډو ډالرو په ارزښت بوين  AH-64 اپاچي چورلکې(Boeing AH-64 Apache)، د ۱۰ ميليارډو ډالرو په ارزښت د هيمارس په نوم د راکټ سيستم (HIMARS)، د ۳ ميليارډو او ۷۵۰ ميليونو ډالرو په ارزښت M1A1 ابرامس تاڼکونه (M1A1 Abrams) او د ۴ ميليارډو ډالرو په ارزښت د هوايي بريد ضد سيستم پکې شامل دي.

په ۲۰۲۳م کال کې امريکا هم جرمني ته د ۸ میليارډو او ۵۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت چورلکې او د ۳ میليارډو ډالرو په ارزښت توغندي پلورلي، بلغاريا ته يې د ۱ ميليارډو او ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت زغره والې عرادې پلورلې، ناروې ته يې د ۱ ميليارډو ډالرو په ارزښت چورلکې پلورلې،‌ چک ته يې د ۵ میليارډو او ۶۰۰ میليونو ډالرو په ارزښت جنګي الوتکې او کارتوس پلورلي. يو شمېر بهرنيو رسنيو دې ته اشاره کړې، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ شخړو امريکا ته د جنګي مهماتو د پلور زیاتې سپارښتنې رسولې. اروپايي هېوادونه مجبور شوي چې له امريکا څخه جنګي مهمات واخلي، څو له اوکراين سره مرسته وکړي.

په همدې کال کې د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې د امريکا د جنګي مهماتو د پلور حالت هم د نړيوالو پام ځان ته راخپل کړی. د مثال په توګه، کوریا جمهوریت د ۵ ميليارډو ډالرو په ارزښت جنګي الوتکې اخيستې، استراليا د ۶ ميليارډو او ۳۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت باروړونکې الوتکې اخيستې، جاپان له امريکا سره د ۱ ميليارډو ډالرو په ارزښت د جنګي مهماتو تړون کړی.

د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د روانې شخړې له پيلېدو راهيسې، امریکا په چټکه توګه اسرائيل ته جنګي مهمات پلورلي. د شمېرنې له مخې، د ۲۰۲۳م کال تر پايه، امریکا لږ تر لږه اسرائيل ته له لس زرو ټنو زيات جنګي مهمات برابر کړي.

شخړو او جنګونو عامو خلکو ته سخت او ژور زیانونه او ناورينونه رسولي، خو د امريکا د جنګي مهماتو شرکتونو ته يې ګڼ شمېر ګټې رسولې. په امریکا کې له پوځ، د جنګي مهماتو سوداګرانو، سناتورانو،‌ د ملي دفاع څېړنيز سازمانونو، فکري مرکزونو او رسنيو څخه یوه لويه ګټه لرونکې ډله جوړه شوې. د ۲۰۲۱م کال په اګست کې امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه وتلي. له دې وروسته د امريکا د جنګي مهماتو د شرکتونو د ونډو بيې ټيټې شوې. خو د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې له پېښېدو راهيسې، ياده ډله بيا ډېرې زیاتې ګټې تر لاسه کړې.

د امريکا لاسته راوړنه نه يوازې خپل جنګي مهمات پلورل دي، بلکې د سياست په برخه کې يې هم ګټه تر لاسه کړې. د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د جنګي مهماتو پلور د دغه هېواد د ډيپلوماتيکې پاليسۍ مهمه برخه ده. امريکايي حکومت د جنګي مهماتو د پلور له لارې په دوامدار ډول په اروپا، د اسیا او ارام سمندر سيمه او منځني ختيځ کې خپله اغېزه لوړوي او جغرافيايي سياسي ګټې تر لاسه کوي.

د امريکا د جنګي مهماتو د پلور له حالت څخه دا په ډاګه شوې، چې که د دې نړۍ امنيتي وضعيت نور کړکېچن وګرځي، نو امريکا به نورې زیاتې ګټې تر لاسه کړي. دغه هېواد د اوکراينيانو ژوند ته پاملرنه کوي؟ د اروپايي ټولنې ملګرو هېوادونو زيانونو ته پاملرنه کوي؟ د اسيا او ارام سمندز سیمې د خلکو امنيت ته پاملرنه کوي؟ د امریکا ګټه لرونکې ډله دا وخت نه لري‌ چې یادو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي،‌ دوی يوازې دا وخت لري چې د خپلو لاسته راوړنو په پار نمانځنه وکړي.