د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو یوه غونډه ترسره کړه
CMG2024/02/02 10:37:11
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو غونډه ترسره کړه

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو د جنورۍ په ۳۱مې نېټې په پلازمېنې بېجینګ کې د عمومي منشي شي جین پینګ په مشرۍ یوه غونډه ترسره کړې ده.   

دغونډې ګډونوالو د یادې مرکزي کمېټې لخوا د چین د ملي ولسي کانګرېس د دایمي کمېټې، دولتي شورا، د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس، سترې محکمې او لویې څارنوالۍ د کاري راپورونو د اورېدو او څېړنې په شمول څو سندونه څېړلي دي.

سږ کال د چین ولسي جمهوریت د جوړېدو له ۷۵مې کالیزې سره برابر دی، چې د پرمختګ څوارلسم پنځه کلن پلان د پلي کولو لپاره یو کليدي کال بلل کيږي.

د غونډې ګډونوالو په ټينګار ويلي، چې یاد ګوندي ارګانونه باید د چین کمونېست ګوند پر لارښوونې جدي نظر ولري او ټول کارونه باید د باکیفیته پرمختګ په لوري رهي کړي.