راپور: د امريکا حکومت بايد په بهر کې د اټومي ازموينو تاريخي مسئلو ته مناسب حل ومومي
CMG2024/02/02 10:32:24
شريکول:

د امريکا د کانګرېس په اړه د جي اې او ادارې (GAO) د جنورۍ په ۳۱مې نېټې په يو راپور کې پر فدرالي حکومت غږ کړی، چې د سړې جګړې په موده کې د هېواد په بهر کې د شويو ذروي ازموينو په اړه پاتې تاريخي مسئلې په مناسبه توګه حل کړي.

راپور وايي، امريکا د سړې جګړې په ترڅ کې په زياتو هېوادونو او سيمو کې تش په نوم زيات دفاعي فعاليتونه کړي او په ګرينلانډ ټاپو، هسپانيې او مارشل ټاپوګانو کې يې راډيويي اکتیف مواد پرېښودلي دي.

راپور زياتوي، امريکا له ۱۹۴۶م کال تر ۱۹۵۸م کال پورې په مارشل ټاپوګانو کې ۶۷ اټومي ازموينې تر سره کړې دي.